Get help as a refugee - Pashto

د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره مرسته

که تاسو په انګلستان کې کډوال یا پناه غوښتونکي یئ، موږ ښايي وکولی شو چې تاسو ته عملي او عاطفي یا احساسي ملاتړ وړاندې کړو

موږ څنګه مرسته کولی شو

دا پاڼه په نورو ژبو د لاسرسي وړ ده.

د بریتانیا سور صلیب (British Red Cross) د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د انګلستان د خدمتونو او ملاتړ تر ټولو لوی خپلواک تامین کوونکی دی.
موږ د ټولو بګرونډونو او دینونو له خلکو سره مرسته کوو. موږ به ادارو ته ستاسو راپور ور نه کړو.
که تاسو به انګلستان کې کډوال یا پناه غوښتونکي یئ، یا داسې کس پېژنئ چې دا ډول حالت ولري، موږ ټیم ښايي وکولی شي چې له تاسو سره په لاندې برخو کې مرسته وکړي:

  • د بیړني حالت مرسته
  • د کیس یا قضیې یو په یو کار
  • یو ځلي مرسته
  • په دې اړه معلومات او لارښوونې چې له کومه ځایه مرسته ترلاسه کړئ.

کوم ملاتړ او مرسته چې موږ یې درسره کوو، ښايي له سره صلیب څخه وي او یا مو ښايي نورو سازمانونو ته راجع کړو.

د کډوالو لپاره زموږ د مرستې سرچینې

  • د کډوالو مرسته
    د استوګنځي او مالي مرستې لپاره اپلای کولو سره مرسته ترلاسه کړئ، ځانګړي شوي ژباړن او د کیس کارکوونکي پيدا کړئ.
  • د پاتې کېدو د حق ټولکېت
    د انګلستان د پناه غوښتنې او کډوالۍ سیسټم په اړه قدم په قدم وړیا لارښود؛ تر څو له تاسو سره مرسته وکړي چې پر قانوني پروسه ښه پوه شئ.
  • څنګه د پناه غوښتنه وکړو – د انګلستان حکومت
    پوه شئ چې تاسو پر شرایطو برابر یئ که نه؛ څه ډول مرسته د لاسرسي وړ ده او څنګه به انګلستان کې د پناه غوښتنه یا ادعا وکړو.

Find support near you

غواړئ نور معلومات ترلاسه کړئ؟

زموږ د څېړنې او مدافع‌والي کار په اړه پوه شئ او دا چې تاسو څنګه له کډوالو سره مرسته کوئ.

موږ څنګه د کډوالو ملاتړ او مرسته کوو